ايران د دفاع پخوانی مرستيال وزیر د جاسوسۍ په تور اعدام کړ
CMG2023/01/16 11:57:38
شريکول:

د ايران ميزان خبري اژانس د جنورۍ په ۱۴مې نېټه خبر ورکړی، چې د دغه هېواد حکومت د دفاع وزارت پخوانی مرستيال علي رضا اکبري بريتانيا ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړی دی.

د تهران دغې کړنې د ايران او بريتانيې ترمنځ د نوې شخړې راپورته کړې دي.

علي رضا اکبري له ۱۹۹۷م کال څخه تر ۲۰۰۵م کال پورې د ايران د دفاع وزير مرستيال و او په ۲۰۱۹م کال کې بريتانيا ته د جاسوسۍ او هېواد ته د ملي امنيت د خطر جوړولو په تور ونيول شو.

د ايران حکومت ويلي، چې علي رضا اکبري د بريتانيا د استخباراتو ادارې سره همکاري درلوده، د ایران ملي امنيت ته د خطر جوړونې کړنې يې ترسره کړي او په مختلفو هېوادونو کې يې د ايران د دښمنو هېوادونو له استخباراتي چارواکو سره کتنې کړې دي او د نوموړي دغو کړنو د ايران عامه نظم ته سخت زيانونه رسولي دي.

د ايران ميزان خبري اژانس په خبر کې راغلي، چې اکبري د جاسوسۍ له لارې شاو خوا يو ميليون او۸ لکه يورو ، ۲۵۶ زره بريتانوي پونډه او ۵۰ زره امريکايي ډالره پيسې ترلاسه کړې دي.