چين ګانګ د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السيسي سره وکتل
CMG2023/01/16 11:34:08
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د جنورۍ په ۱۵مې نېټې د مصر په پلازمينې قاهرې کې د دغه هېواد له ولسمشر عبدالفتاح السيسي سره کتلي دي.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي له چين ګانګ سره په کتنې کې ويلي، چې هېواد یې د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري او د چين په کورنيو چارو کې د بهرنيو ځواکونو له هر ډول لاسوهنې سره ټينګ مخالفت کوي.

نوموړي ويلي، چې مصر او چين د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې په برخه کې ګټورې چارې ترسره کړي او ښې پایلې يې ترې ترلاسه کړې دي.

ولسمشر السیسي په خپلو خبرو کې د چيني تصدیو تود هرکلی کړی، چې په مصر کې پانګونې وکړي.

نوموړي زياته کړې، چې چين په دې وروستيو د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول تګلاره تنظيم کړې او چينايانو ته يې هرکلی ویلی، چې مصر ته سفرونه وکړي.

ولسمشر السیسي ويلي، هېواد به یې له چين سره په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې همکارۍ پياوړې کړي او د عرب-چين او افريقا-چين همکاريو ته به وده ورکړي.

د چين بهرنيو چارو وزیر چين ګانګ ويلي، چې د چين او مصر مشران لوړ متقابل باور لري او نژدې تبادلې يې ساتلي او د دواړو هېوادونو هراړخيزې ستراتيژيکې اړیکې يې پياوړې کړې دي.

نوموړي د مصر دا دريځ، چې د يو چين پېژنې پر اصل ټينګار لري، ستایلی دی او ويلي يې دي، چې هېواد يې د مصر د پرمختګ د هغې لارې، چې له ملي شرايطو سره يې سمون لري او د ملي حاکميت، امنيت او پرمختيايي ګټو د ساتنې په پار يې جوړه کړې، ټينګ ملاتړ کوي.

چين ګانګ تمه ښودلې، چې دواړه هېوادونه به خپلې پرمختيايي ستراتيژيکې اړيکې نورې هم نږدې کړي، د مهمو همکاريزو پروژو پرمختيايي چارې به ګړندۍ کړي او د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې او په مصر کې د چين او عربي هېوادونو سرمشريزې به زياتې ښې پايلې ولري.