ډېرو جاپانيانو سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د خوشي کولو پلان سره مخالفت کړی
CMG2023/01/16 14:34:05
شريکول:

د جاپان حکومت د جنورۍ په ۱۳مې نېټې ويلي، چې د فوکوشيما اټومي برېښناکوټ ککړې اوبه به د روان کال په پسرلي او دوبي کې له تصفيې وروسته سمندر ته خوشې کړي.

ډېرو جاپانيانو د حکومت له ياد پلان سره مخالفت ښودلی او په تېره بیا کب نيوونکي يې سخت اندېښمن کړي دي.

د جاپان د اټومي چارو ضد ډلې يوه مخکښ غړي د جنورۍ په ۱۴مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې د جاپان حکومت په يادې کړنې ((سمندر ته د فاضله موادو او نورو ککړو توکو د خوشي کولو د مخنيوي تړون)) او د نوموړي تړون د ۱۹۹۶م کال پرېکړه ليک او ((د ملګرو ملتونو د سمندري قانون تړون)) څرګنده سرغړونه کوي.

 د جاپان د بهرنيو چارو وزارت منلې، هغه سمندري سيمه، چې د دغه هېواد حکومت غواړي اټومي ککړې اوبه ور خوشې کړي، د دغه هېواد د سمندري سيمې په قلمرو کې نه راځي.

د جاپان د کب نيوونکو ټولنې مشر د جنورۍ په ۱۳مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د ټولنې غړو يې د حکومت له يادې پريکړې سره د مخالفت دريځ نه دی بدل کړی او خپلې هغې غوښتنې ته به دوام ورکړي، چې د جاپان حکومت د خپل د دغه پلان په اړه ټولو کب نيوونکو او هېوادوالو ته پوره معلومات ورکړي.