شي جين پينګ په (( چيو شه )) مجلې کې مهمه لېکنه خپره کړې
CMG2023/01/16 10:50:12
شريکول:

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ۱۶مې نېټې په (( چيو شه )) مجلې کې (( د شلمې مرکزي کمېټې د سياسي بيورو د ډله ييزې زده کړې لومړۍ ناستې ته وينا )) په عنوان ليکنه خپرې کړې ده.

نوموړي په دغې ليکنې کې د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس د روحيې زده کړه، تبليغات او تطبيق په اوسنۍ او راتلونکې يوې مودې کې د دغه ګوند او هېواد لومړۍ سياسي دندې بللې دي.

شي جين پينګ په دغې لیکنې کې ويلي، چې د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس په سياست، تيورۍ او تمريناتو کې مهم برياليتوبونه تر لاسه کړي او د ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو ته يې لارښوونه کړې، چې د دغه ګوند د شلم ملي کانګرېس د روحیې خپرولو، زده کړې، تبليغاتو او تطبيق کې لارښوونکی رول ولوبوي او هڅې باید وکړي، چې چارواکي او خلک دغه روحيه ښه وپېژني او ځانونه پرې پوی کړي.

نوموړي زياته کړې، کله چې د ګوند مرکزي کمېټه مهمې پرېکړې کوي او ترتيبات نيسي، ټول ګوندي غړي باید اړوندې زده کړې وکړي، څو د ټولو غړو نظريې او کړنې يووالی پيدا او د ستونزو د حل او مبارزې لپاره قوي ځواکونه راغونډ کړي.