سي اېم جي يا چين ميډيا ګروپ د جنورۍ په ۱۶مې نېټې د ۲۰۲۳م کال د پسرلني اختر د هنري نندارې په اړه خبري ناسته تر سره کړې ده.
سي اېم جي په يادې ناستې کې د څو ماده ييزو تخنيکونو نوښتونو او د وياندويانو په اړه مالومات ورکړي او په لومړي ځل يې د يادې هنري نندارې د نڅاوو مطبوعاتي ويډيو او د تو يوان يوان په نوم د بختورې نښې کارټون خپور کړی دی.
د چين ميډيا ګروپ مرستیال رئيس وانګ شياو جن په يادې خبري ناستې کې ګډون کړی و