الکسندر وچيچ: د هنګري-سربیا د اورګاډي پټلي به شمالي سربیا ته چټک پرمختګ ورکړي
CMG2023/01/16 10:34:14
شريکول:

د سربیا ولسمشر الکسندر وچيچ د جنورۍ په ۱۴مې نېټې د دغه هېواد په شمالي نووي ساد ښار کې د هنګري-سربيا د اورګاډي پټلۍ د نووي ساد-سبوتيکا برخې د جوړولو چارې له نږدې کتلې دي.

نوموړي په همدې ورځ د سربیا د ساختماني، ټرانسپورټ او زیربنايي چارو وزیر ویسیک او په سربیا کې د چین له لوی سفیر چن بو سره یو ځای د هنګري - سربیا پټلۍ د جوړولو چارو څخه لېدنه وکړه.

الکسندر وچيچ څرګنده کړه چې د هنګري-سربيا د اورګاډي پټلي به د شمالي سربيا د پرمختګ، سيلانۍ او پانګونې لپاره خورا مهم رول ولوبوي.

وچيچ زياته کړې چې د هنګري – سربيا د اورګاډي پټلۍ جوړول د چين د وړانديز شوي همکاريز پلان په رڼا کې د سربيا د عصري کولو برخه ګرځېدلې ده. نوموړي په خپلو خبرو کې د دې پټلۍ له سربیايي او چیني جوړونکو څخه مننه کړې، چې د پروژې د ترسره کولو لپاره يې هر اړخیزې چټکې هڅې کړي او هيله يې ښودلې، چې چين او سربيا زياتې خپلمنځي همکارۍ وکړي او په ګډو هڅو موخې ته ورسيږي.

(ژباړه: شکريه)