د کرونا وبا د ګډ وقايي او کنټرول په اړه د چين د دولتي شورا ميکانيزم خبري ناسته د جنورۍ په ۱۶مه نېټه تر سره شوه. د چين د روغتيايي چارو کمېټې مطبوعاتي وياند مي فنګ معلومات ورکړل، چې د کرونا وبا له درېيو کلونو راهيسې چين تل د خلکو ژوند ته لومړيتوب ورکړی او کوي يې او د کرونا وبا پر وړاندې يې په نړيوالو مبارزو کې مهم خدمتونه تر سره کړي دي.
د چين د روغتيايي چارو کمېټې منشي ما شياو وې د جنورۍ په ۱۴مه نېټه د روغتيا نړيوال سازمان له عمومي مدير ټيډروس ادانوم سره ټیلېفونې خبرې وکړې او د کرونا وبا د وقايي او کنټرول د کارونو په هکله يې د نظريو تبادله وکړه. د روغتيا نړيوال سازمان د چين ستاينه کړې، چې په پرانيستي ډول يې د کرونا وبا په هکله اړوند معلومات له نړيوالې ټولنې سره شريک کړي دي او ورته يې پاملرنه کړې، چې د چين حکومت د کرونا وبا د ناروغانو د درملنې کارونه پياوړې کوي.
دواړو خواوو له دې سره موافقه کړې، چې د کرونا وبا اړوند لارو چارو کې همکارۍ پياوړې کړي او په ګډه نړيوال روغتيايي امنيت وساتي.