بېجینګ: د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا وبا ضد د چین د حکومت د هڅو ډېره ستاینه کوي
CMG2023/01/17 10:44:49
شريکول:

 د چين د روغتيا د ملي کمیټې مدیر ما شياو وی د جنورۍ په ۱۴مه نېټه د روغتيا د نړيوال سازمان له عمومي مدیرتيدروس ادهانوم غيبريوس سره تيليفوني خبرې اترې وکړې او په عمده توګه يې د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول د اوسنيو اقداماتو په اړه د نظريو تبادله وکړه.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جنورۍ په ۱۶مه نېټه وويل چې د روغتيا د نړيوال سازمان سکرتريت او عمومي مدیر تيدروس د وبا ضد د مبارزې لپاره د چين د حکومت د هڅو ډېره ستاينه وکړه او له چين څخه يې مننه وکړه چې د اوږدې مودې لپاره د روغتيا له نړيوال سازمان سره اړوند تخنیکي معلومات شريک کړي.دواړو خواوو موافقه وکړه چې د وبا د مخنيوي او کنټرول په برخه کې به د تخنيکي معلوماتو تبادلې او د همکارۍ پياوړتيا ته دوام ورکړي او په ګډه به د نړيوال روغتيايي امنيت د ساتلو په برخه کې همکاري وکړي.

 وانګ ون بين وويل چې چين تل د روغتيا له نړيوال سازمان سره خپلو همکاریزو اړيکو ته په ډېره درنه سترګه ګوري، د وبا پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د روغتیا د نړیوال سازمان د لارښوونې او همغږۍ رول ملاتړ کوي او د روغتيا د نړيوال سازمان له سکرتريت او عمومي مدیر تيدروس ادهانوم سره يې نژدې تبادلې ساتلي دي. چین د وبا د رامنځته کېدو له پيل راهیسې د روغتیا نړیوال سازمان او نورو هېوادونو سره اړوند معلومات شریک کړي، ژر تر ژره او پر وخت یې د روغتیا نړیوال سازمان ته راپور ورکړ او له دغه سازمان سره يې د تخنیکي تبادلې میکانیزم جوړ کړ.