په ۲۰۲۲م کال کې د چين د مرکزي تصديو عايدات د ۲۰۲۱م کال په پرتله ۸اعشاريه ۳سلنه زيات شوي
CMG2023/01/17 17:09:41
شريکول:

د جنورۍ په ۱۷مه نېټه د چين مطبوعاتي دفتر خبري ناسته تر سره کړه او د ۲۰۲۲م کال د مرکزي تصديو د کارونو په هکله يې معلومات ورکړل. د چين د دولتي شورا د دولتي پانګو د نظارت او ادارې کمېټې يوه چارواکي وويل، په ۲۰۲۲م کال کې مرکزي تصديو د کرونا وبا د وقايي او کنټرول چارې او د تصديو توليد او کارونه تنظيم کړي او عمومي اندازه او ګټې يې په ۲۰۲۱م کال کې د چټک پرمختګ په نسبت په دوامداره توګه ثابت پرمختګ ساتلی دی.

په ۲۰۲۲م کال کې د چين د مرکزي تصديو عمومي عايدات ۳۹۴۰۰ميليارډ يوانو ته رسيدلی، چې د وړم کال په پرتله ۸اعشاريه ۳سلنه زيات شوی. دغه راز مرکزي تصديو د کاري ځايونو د کريدت اندازو د کمولو، د مخابراتي لګښت د ټيټولو په شمول لارې چارې کارولې او ټولنې ته يې د څه باندې ۲۰ ميليارډ يوانه ګټه رسولې ده چې د منځنيو او کوچنيو تصديو د ګډ پرمختګ هڅونه يې کړې ده.