په بورکينافاسو کې تر ۵۰ زياتې ښځې تښتول شوې
CMG2023/01/17 11:10:25
شريکول:

د بورکينافاسو حکومت د جنورۍ په ۱۶مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د دغه هېواد د ساحل سيمې په سوم ولايت کې تر ۵۰ زياتې ښځې د وسلوالو لخوا تښتول شوې دي.

د ساحل سيمې مشر سولګر ويلي، چې د روانې میاشتې په ۱۲مه او ۱۳مه نېټه ځينې ښځې د دغه ولايت د اريبينډا ولسوالۍ په شاوخوا سيمه کې د خوراکې توکو د پيدا کولو په ترڅ کې د وسلوالو لخوا تښتول شوې او د لټون او ژغورنې کارونه يې په دغه سيمه کې پيل کړي دي.

اريبينډا د بورکينافاسو يو له هغو ښارونو څخه دی چې د وسلوالو لخوا محاصره شوي او اوسيدونکي يې د خوړو، اوبو او نورو لومړنيو توکو لاسرسی نه لري تر لاسه کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ټرک د روانې مياشتې په ۱۶مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دې پېښې په اړه ژوره خواشينې څرګنده کړې او د ټولو تښتول شويو ښځو د سمدستي او بې شرطه خوشې کېدو غوښتنه يې وکړه.