په ۲۰۲۲م کال کې د چین د کورني توليد عمومي ارزښت ۳ سلنه زیات شوی
CMG2023/01/17 15:07:00
شريکول:

د چین دولتي مطبوعاتي ادارې د جنورۍ په ۱۷مه نېټه په یوه خبري ناسته کې وویل، ابتدايي شمېرې ښيي، چې په تېر ۲۰۲۲م کال کې د کورني توليد عمومي ارزښت ۱۲۱ زرو، ۲۰ میلیارډو ۷۰۰ میلیونو یوانو ته رسېدلی او د ۲۰۲۱م کال په نسبت ۳ سلنه زیات شوی. د تېر کال په لومړۍ ربعه کې د کورني تولید ارزښت د ۲۰۲۱م کال د همدې مودې په پرتله ۴.۸ سلنه زیات شوی، دوهمه ربعه کې ۰.۴ سلنه زیات شو، درېيمه ربعه کې ۳.۹ سلنه او څلورمه ربعه کې ۲.۹ سلنه زیات شوی دی. (هیله)