د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ۱۶مه نېټه په نيپال کې د يوې مسافر وړونکې الوتکې د لويدلو په مناسبت د دغه هېواد ولسمشرې بيدهيا ډيوې بهانډاري ته د خواخوږۍ پيغام واستاوه.
شي جين پينګ په پيِغام کې ويلي، په نيپال کې د مسافر وړونکې الوتکې د غورځېدلو له امله ډېرو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه. زه د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب د دې پیښې په اړه خواخوږي څرګندوم او د وژل شويو کسانو کورنيو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم.
د چين صدراعظم لي که چيانګ په هماغه ورځ په همدې مناسبت د نيپال صدراعظم پراچانګډا ته د خواخوږۍ پيغام لېږلی و.