د روسيې د دفاع وزارت د جنورۍ په ١٦ نېټه اعلان وکړ چې روسيې د بالتيک سمندرګي په شاوخوا هوا کې د دغه هېواد پولې ته نژدې يو هوايي هدف کشف کړ. د روسيې يوه Su-27 جنګي الوتکه سمدستي هوا ته پورته شوه او دا یې معلومه او تثبيت کړه چې هدف یې د جرمني یوه P-3Cسمندري جنګي جاسوسي الوتکه وه. د روسیې جنګي الوتکو بیا د جرمني له يادې جاسوسي الوتکې سره بدرګه وکړه.
د خبر له مخې، د روسيې جنګي الوتکو تل له اړوندو نړيوالو قواعدو سره سم له يادې جرمني جاسوسي الوتکې سره بدرګه کړې او د روسيې له فضايي حريم څخه د جرمني جنګي الوتکې له وتلو وروسته يې په خوندي توګه بېرته اډې ته ستنې شوې دي.
د امريکا په مشرۍ د ناټو الوتکې کله کله د جاسوسي فعاليتونو لپاره د روسيې حريم ته نژدې کېږي او روسيې تل له دې سره سخت مخالفت کړی دی.