وانګ يي د فرانسې د ولسمشر د بهرنیو چارو له سلاکار ایمانویل بونې سره ټلیفوني خبرې وکړې
CMG2023/01/17 15:02:44
شريکول:

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي، د دغې مرکزي کمېټې د بهرنیو چارو کمیسیون د دفتر مدیر وانګ يي د فرانسې د ولسمشر د بهرنیو چارو له سلاکار ایمانویل بوني سره ټلیفوني خبرې وکړې.

وانګ يي وویل، چین غواړي له فرانسې سره ستراتيژيکي باور لا ژور کړي او خپلمنځي ستراتيژيکې اړیکې نورې ټینګې کړي. سږ کال د چین او اروپايي ټولنې ترمنځ د هراړخیزو ستراتيژيکو اړیکو د ټينګښت له شلمې کالیزې سره برابر دی، چین غواړي د فرانسې په شمول د اروپايي ټولنې له نورو غړو سره پر متقابل احترام، د ګډو ګټو پر بنسټ پر همکارۍ ټينګار وکړي او د چین او اروپا ترمنځ د هراړخیزو ستراتيژيکو اړیکو لپاره نوی حیاتي ځواک برابر کړي.

ښاغلي ایمانویل بوني وویل، فرانسه د سړې جګړې له نظریې او ډله ييز سیاست سره مخالفت کوي، او غواړي له چین سره د تبادلې او همکارۍ د پراخولو، د څواړخیزم د ساتنې، د نړیوال اقتصاد د احیا او د اقلیمي بدلون ضد مبارزې لپاره رغنده رول ولوبوي. فرانسه د کرونا وبا سره د مبارزې او وقايې په اړه د چین نوي تدبیرونه درک کوي او باور لري چې چین به هرومرو له دغې وبا سره په مقابله کې بریالی شي. (هیله)