د چین د لومړي وزیر مرستیال لیو هه به په سویس کې د امریکا د مالیې له وزیرې سره خبرې وکړي
CMG2023/01/17 10:14:54
شريکول:

 د چين د سوداګرۍ وزارت وياند د جنورۍ په ۱۶مه نېټه وويل چې د چين او امريکا اقتصادي او سوداګريزو ډلوښې اړيکې ساتلې دي. په بالي کې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ د شوې مهمې ګډې نظریې د پلي کولو او دعمومي اقتصادي او پولي تګلارو د همغږۍ د پياوړتيا لپاره، د چین د لومړي وزیر مرستیال ليو هه او د امريکا د مالیې وزيره چینت ايلن به د جنورۍ په اتلسمه نېټه د سويس په زوريخ کې سره وګوري.

 د چین د سوداګرۍ وزارت وياند دغه څرګندونې د امريکا د مالیې وزارت د اعلان په اړه د خبريال د پوښتنې په ځواب کې وکړې چې ايلن به په سويس کې له ليو هه سره خبرې اترې وکړي.