د نړيوال اقتصادي فورم د ۲۰۲۳م کال غونډه پرانيستل شوه
CMG2023/01/17 10:37:23
شريکول:

د نړيوال اقتصادي فورم د ۲۰۲۳م کال کلنۍ غونډه د جنورۍ په ۱۶مه نېټه د سويس په داوس کې پرانيستل شوه. دا لومړۍ ځل دی چې دغه فورم د کرونا وبا له خپرېدو وروسته په ژمي کې په حضوري ډول تر سره کېږي.

د دغې کلنۍ غونډې موضوع ((په وېشل شوې نړۍ کې د همکارۍ پياوړتيا )) ده او د روانې مياشتې تر ۲۰ مې نېټې به دوام ولري.

په دغه غونډه کې په ټوله نړۍ کې د سياسي، سوداګريزې، اکاډميکې او رسنیو شاوخوا ۲۷۰۰ استازي راټول کړي او تمرکز به يې دا وي چې څنګه د خوراکي توکو او انرژۍ له بحرانونو، د لوړ انفلاسيون، ټيټې ودې او لوړو پورونو، د صنعتي چارو له بحران، ټولنيزې کمزورتيا او د جيو پوليټيک له خطر سره مقابله وشي.

د نړيوال اقتصادي فورم مشر بورګه برينډ وويل، چې سږ کال نړۍ د فقر له خطر سره مخامخ شوې چې د جګړې، سوداګريز انحصار او د اقليمي بدلون له امله رامنځته شوي دي. دغه کلنۍ غونډه له تېرو څو لسيزو راهيسې د تر ټولو پيچلې جيو پوليټيکي او اقتصادي شخړې په حال کې تر سره کېږي.