شي جين پينګ د پسرلني اختر د هرکلي لپاره له غير ګوندي شخصيتونو سره خبرې اترې وکړې
CMG2023/01/17 14:57:49
شريکول:

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ د جنورۍ د ۱۶مې نېټې په سهار د خلکو په لوی تالار کې د ډيموکراټيکو ګوندونو د مرکزي کميټو، د چين د صنعت او سوداګرۍ د ګډې ټولنې مسؤلينو او د غير ګوندي شخصيتونو له استازو سره خبرې اترې وکړې او ټولو په ګډه د نوي کال هرکلی وکړ. شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسون په استازیتوب د ډيموکراټيکو ګوندونو او د صنعت او سوداګرۍ د ګډې ټولنې نويو مشرانو ته مبارکي وويله او يادو استازو ته یې د پسرلني اختر په مناسبت نيکې هيلې څرګندې کړې.

ښاغلي شي جین پینګ پر دې ټينګار وکړ چې ۲۰۲۳م کال د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرس د روحيې د زده کړې او پلي کېدو لومړی کال دی چې هيلې او ننګونې په ګډه شتون لري. هغه هيله وښوده چې هر کس د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرس روحيه په هراړخيزه توګه زده او پلې کړي، په زياتو هڅونو سره خپلې دندې ترسره کړي، د خلکو د زړونو تر لاسه کولو او عامو چارو ته د خدمت کولو لپاره لوی رول ولوبوي، د خپلو غړو هڅونه دې وکړي چې د چيني شکله عصري کېدو د پرمخبيولو لپاره کوښښونه وکړي