چين: جاپان بايد په علمي، شفاف او خوندي ډول د ذروي ککړو اوبو مسئله حل کړي
CMG2023/01/17 15:02:49
شريکول:

د جاپان حکومت د جنورۍ په ١٣مه نېټه وويل چې د روان کال په پسرلي او دوبي کې به سمندر ته د فوکوشیما اټومي بټۍ د هغو ککړو اوبو په خوشي کولو پيل کړي چې د دوی په وینا تصفیه شوې دي.

د جاپان د کب نیونکو ټولنې يو ځل بيا له دې کار سره څخه مخالفت څرګند کړی.

 د کوريا جمهوريت بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ وويل چې جاپان بايد د فوکوشیما اټومي بټۍ ککړې اوبه د نړیوالو قوانینو او معیارونو او علمي اصولو په رڼا کې حل کړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د روانې مياشتې په ۱۶مه نېټه وويل، چين له جاپانه يو ځل بيا غوښتنه کوي چې د ټولو خواوو اندېښنو ته معقول ځواب ورکړي او په علمي، پرانيستې، شفاف او خوندي ډول دې ذروي ککړې اوبه تصفیه کړي او د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ څارنې دې ومني.

جاپان باید له هر ډول اقدام مخکې له ګاونډیو هېوادونو، نورو ښکیلو اړخونو او اړوندو نړیوالو سازمانونو سره پوره سلا مشورې وکړي، اجازه نه لري چې پخپله خوښه سمندر ته اټومي ککړې اوبه خوشې کړي.