بېجینګ: امریکا او جاپان باید د سړې جګړې نظریه پرېږدي
CMG2023/01/17 11:22:33
شريکول:

د امریکې ولسمشر جوبایډن او د جاپان لومړي وزیر فومیو کشیدا د جنورۍ په ۱۳مه نېټه په واشنګټن کې وکتل. دواړو خواوو د یوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره چين تورن کړی او ادعا يې کړې چې له نړیوالو مقرراتو څخه سرغړونه کوي.

دوی دغه راز د جنوبي سمندر او تایوان مسئلو په هکله هم پر چین بې ځایه تورونه لګولي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د جنورۍ په ۱۶مه نېټه وویل، بېجینک له امریکې او جاپان غوښتي چې د سړې جګړې نظریه پرېږدي، د چین د مخنیوي او ځپلو شوم نیت دې له سره وباسي او نړۍ ته د ګواښ رسونې کړنې دې ختم کړي. امریکې او جاپان د چین پر ضد شايعات خپروي او په دې توګه د چین په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او له دې څخه د دوی ریاکاري او منافقت  ښکاري، چین له دې سره کلک مخالفت کوي. (هیله)