بلاروس او روسيې د جنګي الوتکو د مهارتونو ګډ تمرین ترسره کړ
CMG2023/01/17 11:27:08
شريکول:

د بلاروس د دفاع وزارت ویبپاڼې د جنورۍ په ۱۶مه نېټه د یوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، د بلاروس او روسیې هوايي ځواکونو په همدې ورځ د جنګي الوتکو مهارتونو ګډ تمرین پیل کړ.

د بلاروس د دفاع وزارت وویل، د دغه تمرین موخه د جنګي روزنې مقصد د پوره کولو لپاره د دواړو خواوو د همکارۍ توان پياوړتيا ده. دواړې خواوې به د هوايي څار، د سرحدي هوايي سیمې ګډ ګرځون، هوايي ملاتړ، د توکو حمل و نقل او د ټپيانو لیږدونې په شمول یو لړ روزنیز پروګرامونه ترسره کړي.

د بلاروس د دفاع وزارت مخکې اعلان کړی، چې دغه تمرین به د جنورۍ له ۱۶مې نېټې څخه د فبرورۍ تر لومړۍ نېټې پورې دوام ولري. (هیله)