د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جنورۍ په ۱۷مه نېټه د خبري ناستې مشري وکړه. خبريال له وانګ ون بين څخه پوښتنه وکړه، چې د امريکا د خبري رسنيو په قول د دغه هېواد بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن به د فبرورۍ په ۵مه نېټه چين ته سفر وکړي او له خپل چيني سيال چين ګانګ سره کتنه وکړي.
وانګ ون بين وويل، چين دغه هېواد ته د انټوني بلينکن د سفر هرکلي کوي او دواړه هېوادونه د اړوندو مشخصو ترتيباتو په هکله د نظريو تبادلې په حال کې دی.
وانګ ون بين زياته کړه چې چين تل د دولت رئيس شي جين پينګ لخوا د متقابل درناوي، په سوله کې د ګډ ژوند او د همکاريو له لارې د ګډو ګټو په اړه د دريو اصولو له مخې د دواړو هېوادونو اړيکو ته ګوري. هېله ده چې امريکا د چين په هکله سمه پيژندنه وکړي، پر خبرو اترو ټينګار وکړي، خو مقابله نه، د دواړو خواوو د ګډو ګټو لټونه وکړي، د دواړو هېوادونو د مشرانو توافقات پوره عملې کړي او د دواړو هېوادونو اړيکو د ثابت او سالم پرمختګ هڅونه وکړي.