شي جين پينګ د ويډيو له لارې د طبي کارکوونکو او په روغتون کې د ناروغانو د حال احوال پوښتنه وکړه
CMG2023/01/18 22:00:03
شريکول:

څو ورځې وروسته به د چين عنعنوي پسلنی اختر وي او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ په همدې مناسبت د ويډيو له لارې د بنسټیزې کچې کدرونو او خلکو د حال احوال پوښتنه وکړه او د پسرلني اختر په مناسبت يې د هېواد د بېلا بېلو قومونو خلکو ته  مبارکي وويله او هيله يې وښودله چې ټول روغ وي او کارونه يې په ښه توګه ترسره کړي او خلک يې د چين د کرنيزې جنترۍ له مخې په سوی کال کې نيکمرغه، سوکاله او امن اوسي او هېواد يې لا سمسور شي.

شي جين پينګ د کرونا وبا د مخنيوي او کنترول او د ناروغانو د درملنې کارونو ته ډېره پاملرنه کړې او تر هر څه لومړی يې د ويډيو له لارې د چين د هۍ لونګ جيانګ ولايت د ها عربين د طبي پوهنتون په اړه د لومړي روغتون له طبي کارکوونکو او ناروغانو سره د نظريو تبادله کړې او د کرونا وبا د مخنیوي او کنترول د تدبيرونو تر تنظيمېدو وروسته یې د ناروغانو د علاج په شمول ډېر معلومات تر لاسه کړي دي.