د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ کتونکی پلاوی به د جنوبي اوکراين په برېښناکوټ کې ميشت شو
CMG2023/01/18 11:47:32
شريکول:

د اټومي‌ انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ د جنورۍ په ۱۶مې نېټې د اوکراين د نيکولايف ايالت د جنوبي اوکراين په نوم برېښناکوټ کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې خپل بيرغ پورته کړی او په پام کې لري، چې په دغه برېښناکوټ کې خپل کتونکی پلاوی ځای پر ځای کړي.

د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ له دې مخکې د زاپورژيا برېښناکوټ ته هم کتونکی پلاوی لېږلی او اوس پلان لري، چې د اوکراين خمېلنيڅکي برېښناکوټ، ريوني برېښناکوټ او چېرنوبيل برېښناکوټ ته هم کتونکي پلاوي ولېږي، څو د اوکراين پر ټولو اټومي‌ تجهيزاتو د بريدونو اغېزې وڅيړي.