چین: ډيالوګ او خبرې اترې د اوکراين د کړکېچ د حل لپاره تر ټولو ښه او اغېزمنه لار ده
CMG2023/01/18 11:34:11
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال دايمي استازي دای بينګ د جنورۍ په ۱۷مې نېټې د امنيت شورا د اوکراين مسئلې په يوې غونډې کې ويلي، چې هيڅوک په شخړو او تاوتريخوالي کې ګټه نشي کولی او خبرې اترې يې د اوکراين د کړکېچ د حل لپاره تر ټولو غوره او ښه لاره بللې ده.

 

دای بينګ هيله ښودلې، چې د اوکراين د جنګ ښکېلې خواوې صبر او زغم وساتي، په اړيکو او خبرو اترو مسئلې حل کړي او د امنيت په برخه کې د ټولو خواوو اندېښنو ته د حل لار ومومي او په ګډه هڅې وکړي.

 نوموړي پر نړيوالې ټولنې هم غږ کړی، چې روسيه او اوکراين وهڅوي، چې خبرو اترو ته بېرته ستانه او اوربند وکړي او روانه جګړه پای ته ورسوي.
دای بينګ ويلي، چې نړيواله ټولنه باید هر هغه کړنې چې بغض او شخړې لمسوي او تاوتريخوالی راپورته کوي، رد کړي.

نوموړي زياته کړې، چې مذهبي چارې باید د سولې د پراختيا او د یووالي د ټینګښت لپاره یو مثبت ځواک وګرځي او د ځایي خلکو په ذهنونو کې باید د سولې په جوړولو او ساتلو کې باور پيدا کړي.