بېجینګ: امریکا باید له نړيوالې ټولنې سره د کرونا وبا په اړه رڼه او څرګند مالومات شریک کړي
CMG2023/01/18 12:16:15
شريکول:

 د روغتيا نړيوال سازمان سکرتريت په دې وروستيو کې يوه مطبوعاتي غونډه ترسره کړې او چارواکو يې د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ويلي دي.

يوه خبريال په يادې غونډې کې د روغتيا نړيوال سازمان له مسؤلينو شک ښودلی، چې په چين کې د کرونا وبا نوې بڼه نه ده موندل شوې، خو اروپايي هېوادونو د چيني مسافرینو پر وړاندې محدوديتونه نيولي دي او امريکا بیا د کرونا وبا د  XBB1.5 نوې بڼه کشف کړې، خو بهرنۍ نړۍ بیا د امريکايانو پر وړاندې هيڅ اقدامات نه دي غورهکړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جنورۍ په ١٧مې نېټې په يوې خبري ناستې کې په دې اړه وويل، چې امريکا بايد له نړيوالې ټولنې او روغتيا نړيوال سازمان سره په وخت، د کرونا وبا په اړه څرګند، شفاف او بشپړ مالومات شريک کړي او د وبا د وقایې او مخنيوي لپاره باید اغېزمن تدبیرونه ونيسي.

نوموړي وويل، د روغتيا نړيوال سازمان څېړنې ښيي، چې په چین کې د کرونا وبا نوې بڼه نه ده موندل شوې او يوازې د ويروس هغه پخوانۍ بڼه، چې په نورو هېوادونو کې هم خپريږي، خوره شوې ده.