د جرمني فيدرالي حکومت د جنورۍ په ۱۷مې نېټې خبر ورکړی، چې لومړي وزير اولاف شولز په همدې ورځ بوريس پيستوريوس د ملي دفاع وزير په توګه ټاکلی دی.
بوریس له دې مخکې د جرمني د ساکوني ايالت د کورنيو چارو وزير و.
پيستوريوس به د جنورۍ په ۱۹مې نېټې د جرمني د فيدرالي حکومت د ولسمشر فرانک والتر ستېنمېير باور ليک تر لاسه کړي.
شولز په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ۶۲ کلن پيستوريوس د امنيتي پاليسيو په برخه کې ډېره ښه تجربه لري او د جرمني د ملي دفاع وزرات لپاره يې مناسب کس بللی دی.
د جرمني د ملي دفاع پخوانۍ وزيرې لامبرېچت د پوځي تجهيزاتو د پير د ورو پرمختګ او اوکراين ته د پوځي تجهيزاتو د انتقال په برخو کې له ډېرو نيوکو سره مخ وه او د روانې مياشتې په ۱۶مې نېټې يې له خپلې دندې څخه استعفا ورکړه.