پیسکوف: روسي ځواکونو په اوکراين کې د ملکي وګړو پر ودانۍ برید نه دی کړی
CMG2023/01/18 11:46:40
شريکول:

 د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکرتر پيسکوف د جنورۍ په ۱۶مې نېټې هغه خبر رد کړی، چې ګواکې روسي ځواکونو د اوکراين په دنيپرو ښار کې د خلکو پر يوې ودانۍ بريد کړی و.

د روسيې رسنيو د پيسکوف په قول خبر ورکړی، چې د روسي ځواکونو موخه د اوکراين پوځي تاسيسات دي او پر استوګنيځي سيمې به بريد و نه کړي.

پيسکوف ادعا کړې، ‌چې په دنيپرو ښار کې د ملکي وګړو پر ودانۍ د اوکراين د هوايي بريد ضد هغه توغندی لګیدلی، چې د روسي توغندي د مخنيوي په پار يې توغولی و او زياتو اوکراينيانو هم دا خبر منلی دی. 

 د اوکراين د ولسمشرۍ دفتر سلاکار وليکسي اريستويچ د جنورۍ په ۱۴مې نېټې په يوه ويډيويي پيغام کې ويلي، چې د اوکراين د هوايي بريد ضد سیسټم د روسي ځواکونو يو توغندی په هوا کې پوچ کړی، وروسته په دنيپرو کې پر يوې ودانۍ لګيدلی او چاودنه يې کړې ده، خو د اوکراين پوځ ډېر ژر د اريستويچ ياده څرګندونه رد کړه.