د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۳م ملي کمېسيون دايمي کمېټې ۲۵مه غونډه د جنورۍ د ۱۷مې نېټې په سهار په بېجينګ کې پای ته ورسېده.
د دې کنفرانس د ۱۳م ملي کمېسيون مشر وانګ يانګ د يادې غونډې مشري او وينا کړې ده.
د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۳م ملي کمېسيون د دايمي کمېټې غړو د غونډې په جریان کې، اسناد په دقیقه توګه څیړلي، ژورې مشورې او بحثونه يې کړي، د دايمي کميټې د کاري راپور له مسودې، د وړانديزونو د راټولولو کاري راپور له مسودې او د ياد کنفرانس د منشور تعديل نامې له مسودې سره يې موافقه ښودلې او د دايمي کميټې د کارونو ستاينه يې کړې ده.
ټول ګډون کوونکي په دې اند دي چې د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کمېسيون او دايمي کمېټې يې له تېرو پنځو کلونو راهيسې د شي جين پينګ د نظريو او لارښوونو په رڼا کې، په نوې زمانې کې د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د بېلا بېلو غونډو روحيې پلي کړي، ځانګړې مشورتي چارې يې تر سره کړي، اړوند پرېکړه ليکونه يې عملي کړي او خپل رول يې په اغېزمن ډول لوبولی دی.
(ژباړه: شکريه)