بېجینګ: چین ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سفر هرکلی کوو
CMG2023/01/18 12:15:04
شريکول:

 د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جنورۍ په ١٧مې نېټې په يوې خبري ناستې کې وويل، چې هېواد يې د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن هر کلی کوي، چې له چين څخه لېدنه وکړي.

نوموړي ويلي، چې چين او امريکا د اړوندو مشخصو ترتيباتو په اړه په اړيکې کې دي.

امريکايي رسنيو ويلي، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن به د فبرورۍ په پنځمې نېټې چين ته سفر وکړي او په بېجينګ کې به له خپل چيني سیال  چين ګانګ سره وګوري او په يو لړ مسئلو به ورسره خبرې وکړي.

وانګ ون بين ويلي، چين تل د متقابل درناوي، سوله ييز ژوند او د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ په شمول د رئيس شي جين پينګ لخوا وړاندې شويو ۳ اصولو په رڼا کې له امريکا سره اړيکو ته کتلي او پرمخ يې بیايي.

نوموړي هيله ښودلې، چې امريکا د چين په اړه نظر سم کړي، د تقابل پر ځای ورسره خبرې وکړي، د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې نظریې په بشپړه توګه پلې کړي او خپلمنځي اړيکې ورسره د سالم او باثابته پرمختګ پرلوري وګرځوي.‌