ليو هه د داووس د اقتصاد نړيوال فورم د ۲۰۲۳م کال په کلنۍ غونډه کې ګډون وکړ
CMG2023/01/18 10:56:52
شريکول:

د چين مرستيال صدراعظم ليو هه د جنورۍ په ۱۷مې نېټې د داووس د اقتصاد نړيوال فورم د ۲۰۲۳م کال په کلنۍ غونډه کې ګډون او وينا يې کړې ده.

نوموړي ويلي، چې تېر کال د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګريس په برياليتوب تر سره شوی، چې پکې د شي جين پينګ په مشرۍ د مرکزي کمېټې د مشرتابه نوې ډله ټاکل شوې ده.
د ليو هه په وينا، د شي جين پينګ په مشرۍ د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې ياده ډله به په راتلونکو پنځو کلونو کې د چيني ځانګړتيا لرونکي پرمختګ عصري لاره جوړه کړي.

ليو هه ويلي، چې د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د اقتصادي چارو غونډې کې د ۲۰۲۳م کال ترتيبات جوړ شوي او پر دې ټينګار شوي، چې پرمختګ ته باید لومړيتوب او د سوسياليستي بازار د اقتصادي چارو اصلاحاتو ته باید دوام ورکړل شي، بهرنۍ نړۍ ته د ور خلاصولو هر اړخیزه پراختیا باید دوام ومومي، د قانون پر بنسټ باید حکومتوالي وساتل شي او د نوښت پر بنسټ باید پرمختګ تضمين شي.

نوموړي ويلي، په روان کال کې به د چين اقتصاد د ډېرو کوښښونو په رڼا کې په ټوليز ډول ښه پرمختګ وکړي او ډېر امکان لري، چې د ودې سرعت به يې عادي مدار ته وګرځي. (ژباړه: شکريه)