شي جين پینګ د ويډيو له لارې د زړو کسانو او د هغوی د پالونکو د حال احوال پوښتنه وکړه
CMG2023/01/18 21:55:40
شريکول:

څو ورځې وروسته به د چين دوديز پسرلنی اختر وي او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ په همدې مناسبت د ويډيو له لارې د بنسټیزې کچې کدرونو او خلکو د حال احول پوښتنه وکړه او د پسرلني اختر په مناسبت يې د هېواد د بېلا بېلو قومونو خلکو ته د اختر مبارکي وويله او هيله يې وښودله چې ټول روغ او جوړ وي او هيله يې وښوده چې د سوی کال د ټولو لپاره د نيکمرغۍ او سوکالۍ ډک وي او هېواد يې لا سمسور شي او خلک يې لا امن وي.

د چين د فوجيان ولايت د فو جو ښار زړو کسانو او د هغوی پالونکو په جلا جلا توګه رئيس شي جين پينګ ته سلامونه وړاندې کړل او شي جين پینګ هم هغوی ته د پسرلني اختر په مناسبت مبارکي وويله.