د امریکا د فلوریډا ایالت پولیسو د جنورۍ په ۱۶مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې په همدې ورځ د ياد ایالت په فورټ پیرس ښار کې د مارتین لوتر کینګ په یادغونډې کې ډزې شوي، چې له امله يې ۸ کسان ټپيان شوي دي.
پولیسو په ټپيانو کې د يوه حالت مرګونی ښودلی دی.
د مالوماتو له مخې، د ډزو ياده پېښه د فلوريډا ایالت د فورټ پیرس ښار په هغه پارک کې شوې، چې د مارټین لوتر کینګ يادغونډه پکې روانه وه.
په دغې غونډې کې شاوخوا زرو کسانو برخه اخيستې وه.
پولیسو د پېښې د لومړنيو پلټنو وروسته ويلي، چې ياده پېښه د دوو ډلو ترمنځ د اختلاف له امله رامنځته شوې ده.