چين به د نړيوال اقتصاد د بياسمسورتيا لپاره زيات باور او ځواک برابر کړي
CMG2023/01/18 11:55:36
شريکول:

د اقتصادي همکاریو او پراختيا نړيوال سازمان سرمنشي ماتیس کورمن د جنورۍ په ۱۶مې نېټې د چين د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول تدبيرونو د تدوين هرکلی کړی او ويلي یې دي، چې د چين ياد تدبیرونه به د عرضې ځنځير ډاډمن کړي او د نړيوال انفلاسیون په ښه والي کې به پوره مرسته وکړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جنورۍ په ١٧مې نېټې په دې اړه وويل، چې په چين کې د کرونا وبا وضعيت ښه شوی او د خلکو ژوند او توليدي چارې پکې په چټکۍ عادي حالت ته ګرځيدلي دي.

نوموړي ويلي، چې د چين اقتصادي او ټولنيز ژوند به پټې قوې ښکاره کړي او د نړيوال اقتصاد د بيارغاونې لپاره به لا زيات باور او ځواک برابر کړي