د چین اقتصاد ثابت پرمختګ ساتلی او د نړیوال اقتصاد د احیا لپاره يې باور جوړ کړی
CMG2023/01/18 15:05:48
شريکول:

د چین د شمېرنې دولتي ادارې د جنورۍ په ۱۷مه نېټه د ۲۰۲۲م کال اقتصادي شمېرې خپرې کړې. ابتدايي شمېرې یې ښيي، چې په تېر ۲۰۲۲م کال کې د کورني توليد عمومي ارزښت ۱۲۱ زرو، ۲۰ میلیارډو ۷۰۰

 میلیونو یوانو ته رسېدلی او د ۲۰۲۱م کال په نسبت ۳ سلنه زیات شوی.

دا د چین عمومي اقتصادي ارزښت په لومړي ځل له ۱۲۰ زرو میلیارډو یوانو څخه اوښتی دی.

په تېر ۲۰۲۲م کال کې سیمه ييزه سیاسي اوضاع ترینګلې وه، د نړیوال اقتصاد د کمزورېدو فشارونه ډېر وو، د چین په کوردننه کې د کرونا وبا د خپرېدو حالت هم سخت و. د چین اقتصاد له دغو ستونزو سره سره زیاتوالی موندلی او دا یو ستر بریالیتوب ګڼل کېږي. د نړیوال وجهي صندوق د وړاندوینې له مخې، په تېر ۲۰۲۲م کال کې د امریکې او جاپان د کورني تولید عمومي ارزښت (GDP) له ۲ سلنې کم و. همدارنګه جرمني د خپل GDP د زیاتوالي وړاندوینه خپره کړه چې کچه یې ۱.۹ سلنه ښوده. د چین اقتصاد په تېر ۲۰۲۲م کال کې ۳ سلنه زیاتوالی موندلی، دغه حجم د ګردې نړۍ د زیاتره عمده اقتصادونو په نسبت لوړ دی او ترې د چین اقتصاد پياوړی حیاتي ځواک ښکاره شوی دی.

د چین اقتصاد په تېر ۲۰۲۲م کال کې ثابت پرمختګ موندلی، د روزګار حالت او د توکو بیې هم ثابتې ساتل شوې دي. تېر کال د چین په ښارغوټو کې ۱۲ میلیونه او ۶ زره کسان په دندو وګومارل شول او ټاکل شوې موخه يې پوره کړې ده. تېر کال د نړۍ زیاتره اقتصادونو له سخت انفلاسیون سره په مقابلې بوخت وو، خو په چین کې د مصرفوونکې بيې ګراف په نرمه توګه ۲ سلنه لوړ شو. په عین وخت کې د چین په بنسټيزو تاسیساتو او تولیدي چارو کې پانګونې په جلا جلا توګه ۹ سلنه لوړې شوې، له دې څخه ښکاري، چې د چین اقتصاد له ننګونو سره د مقابلې پياوړی توان او ستر پټ ځواک لري. د چین اقتصاد د اوږدې مودې لپاره د کوټلي تګ تمایل نه دی بدلی.

بلخوا، چین د باکیفیته پرمختګ هڅولو لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه کړي او کوي يې، نوښتګرې ټکنالوژۍ د چين په اقتصادي پرمختګ کې مخ په زیاتېدو خدمتونه کوي. د توکو انلاین پرچون اندازه د توکو پرچون له عمومي اندازې څخه ۲۷.۲ سلنه نیولې او ترې د خلکو ژوند ته د ډیجيټلي اقتصاد اغېزې ښکاره شوې دي.

اوس په چین کې د کرونا وبا ضد نرم تدبیرونه نیول شوي او د اقتصاد نور زیات حیاتي ځواک څرګندېږي. د چین په کوردننه کې د پروازونو شمېر ۲۰۱۹م کال ته اتیا سلنه عادي شوی. د واشنګټن پوست ورځپاڼې وویل، ډېرو شواهدو دا تایید کړې چې د چین اقتصاد د بیااحیا په حال کې دی، په لویو ښارونو کې د مېترو له لارې د تګ راتګ د مسافرینو شمېر عادي او ګړندی شوی او د پیسو زېرمې لرونکي کسان د مصرف توان لري.

د امریکې (barron’s) د بارونس اوونيزې مجلې لیکوالې ریشما کپادیه دا نظر لري چې چین ښايي په ۲۰۲۳م کال کې به یوازینی اقتصاد وي چې د تصدیو ګټو او د کورني تولید عمومي ارزښت کې د لیدو وړ زیاتوالی ومومي.

د نړیوال وجهي صندوق مشرې کریستلنه ګیورګیوا په دې وروستیو کې هم ویلي، چې د چین د اقتصاد ثابت پرمختګ د ګردې نړۍ لپاره یو ښه خبر دی، د چین اقتصاد ښايي په ۲۰۲۳م کال کې د ګردې نړۍ د اقتصاد زیاتوالي د هڅولو لپاره یو مهم عمل وګرځوي.

ډېرې نړیوالې تصدۍ د چین پر اقتصاد پوره باور لري او په دغه هېواد کې يې خپلې پانګونې زیاتې کړې دي. د جرمني د بوسچ ډله پلان لري چې په چین کې مخکښ تولیدي ټکنالوژۍ وکاروي او د چين په بازار کې خپلې پانګونې په دوامداره توګه زیاتې کړي. د دې ډلې د نشراتي ادارې مشرې ایلینه انیوا ویلي، چین په ګردې نړۍ کې د موټر تر ټولو لوی بازار دی او له حیاتي ځواک څخه ډک دی. موږ د چیني بازار پر راتلونکي پوره باور لرو.

په نوي کال کې که څه هم نړیوال وضعیت لا هم پېچلی دی، د نړیوال اقتصاد د زیاتوالي توان کمزوری دی، خو د شنونکو په اند، د چین اقتصاد په سږ کال کې د پوره غوړېدو  باورمندي لري.