شي جين پينګ د پسرلني اختر په مناسبت د بېلا بېلو قومونو خلکو ته مبارکي وويله
CMG2023/01/18 22:09:38
شريکول:

څو ورځې وروسته به د چين عنعنوي پسلنی اختر وي او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ په همدې مناسبت د ويډيو له لارې د بنسټیزې کچې کدرونو او خلکو د حال احوال پوښتنه وکړه او د پسرلني اختر په مناسبت يې د هېواد د بېلا بېلو قومونو خلکو ته  مبارکي وويله او هيله يې وښودله چې ټول روغ وي او کارونه يې په ښه توګه ترسره کړي او خلک يې د چين د کرنيزې جنترۍ له مخې په سوی کال کې نيکمرغه، سوکاله او امن اوسي او هېواد يې لا سمسور شي.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي لي چيانګ، چای چي او دينګ شيو شيانګ هم ور سره د یادو کدرونو او خلکو د حال احول پوښتنه وکړه.

څو ورځې وروسته به د چين دوديز پسرلنی اختر وي او په همدې مناسبت  چين کې فضا د جشن او خوښيو ډکه ده. د جنورۍ د اتلسمې نيټې په سهار د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ويډيو له لارې په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د هۍ لونګ جيانګ، فو جيان، شيجيانګ، هه نان ، شه چوان او بېجینګ په شمول د څو ولايتونو او سيمو او ښارونو د بنسټيزو برخو کدرونو او خلکو سره د نظريو تبادله وکړه او د کرونا وبا د مخنيوي او کنترول لپاره يې د طبي کارکوونکو، د زړو کسانو او د هغوی د پالوونکو، د انرژۍ د ضمانت د اړوندو تصديو د کارکوونکو، د ريل پټلۍ په سټېشنونو کې د کدرونو او کارکوونکو، د کرنيزو توليداتو د خرڅلاو بازار کې د سوداګرو او په کليوالو سيمو کې د بنسټيزو برخو د کدرونو او خلکو د حال احوال پوښتنه وکړه. په ورته وخت کې هغه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې په استازيتوب هغوی ته سلامونه او نيکې هيلې وړاندې او د اختر مبارکي ويلې ده.