د ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونو فورم: جاپان بايد د ټولو خواوو له تائیدۍ مخکې سمندر ته ذروي ککړې اوبه خوشې نه کړي
CMG2023/01/19 11:58:42
شريکول:

د ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونو فورم سرمنشي هنري پونا د جنورۍ په ۱۸مې نېټې د فيجي له پلازمېنې سووا څخه يوه انلاين فورم ته ويلي، جاپان باید مخکې له دې، چې د سیمې ټولو خواوو د ذروي ککړو اوبو د ايستنې پلان منظور کړی نه وي، سمندر ته اټومي ککړې اوبه خوشې نه کړي.

د فيجي رسنیو خبر ورکړی، چې د ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونو فورم په همدې ورځ له جاپان څخه غوښتي، چې سمندر ته د فوکوشيما د لومړي اټومي برېښناکوټ د ککړو اوبو د ايستنې پلان وځنډوي.

د ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونو فورم سرمنشي هنري پونا د ځينو نړيوالو خپلواکو کارپوهانو له نظريو څخه ملاتړ کړی او په دې نظر دی،‌ چې سمندر ته د جاپان د ذروي ککړو اوبو د ايستنې خونديتوب مالوم نه دی.
نوموړي ویلي، چې ډېر ژر به د جاپان د حکومت له چارواکو سره تماس ونيسي او ترې وبه غواړي، چې سمندر ته د ککړو اوبو د ايستنې پلان وځنډوي، ځکه دا چاره د ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونو لپاره ډېر مهم دی.