د ایران شمال لوېديځې سیمې زلزلې لړزولي
CMG2023/01/19 14:37:04
شريکول:

د ایران په شمال لوېدیځ اذربایجان ولایت کې د جنورۍ د ۱۸مې نېټې په ماسپښين د ۵.۴ درجې په سختوالي زلزله شوې او لږ تر لږه ۱۲۰ کسان يې ټپیان کړي دي.

د ایراني رسنيو راپور ورکړیچې د دغه هېواد په شمال لوېديځ اذربایجان ولایت کې د جنورۍ د ۱۸مې نېټې د ماسپښين په يوې بجې او ۳۸ دقیقو د ۵.۴ درجې په سختوالي زلزله شوې ده.

د مالوماتو له مخې، د دغې زلزلې مرکز د شمال لوېدیځ اذربایجان ولایت په خوی کاونتي کې و او ژوروالی يې ۱۲ کيلومتره ښودل شوی دی.