چين اقتصادي چارې د ملګرو ملتونو د دوامدار پرمختګ د هدف پوره کولو لپاره ډېرې مهمې دي
CMG2023/01/19 11:57:58
شريکول:

د ملګرو ملتونو مرستيالې سرمنشۍ او د نړيوال تړون سازمان عمومي مديرې ساندا اوجيامبو د جنورۍ په ۱۷مې نېټې د اقتصاد د نړيوال فورم په کلنۍ غونډې کې باور ښودلی، چې سږ کال به د چين اقتصاد ښه پرمختګ وکړي او ښه زياتوالی به ومومي.

نوموړې د چين اقتصادي چارې د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دومدار پرمختګ د هدف د پوره کولو لپاره ډېرې مهمې بللي او ويلي يې دي، چې چين یو فعال اقتصاد دی او په نړيوال اقتصاد کې مهم رول لوبوي.

نوموړې زياته کړې، چې چين په کور دننه شدیده بېوزلي له منځه وړلې او دغې چارې يې د ملګرو ملتونو د دوامدار پرمختګ د هدف د پوره کولو لپاره مهم او لوی خدمت برابر کړی او تجربې او هوډ یې د نورو هېوادونو لپاره د زده کړې وړ بللي دي.