د روسيې دفاع وزير سيرګي کيژېګټ شويګو د جنورۍ په ۱۷مې نېټې يوې پوځي غونډې ته ويلي، چې د روسيې ځواکونو کې به له ۲۰۲۳م کال څخه تر ۲۰۲۶م کال پورې په پراخه کچه تعديلات راشي او د پوځيانو شمېر به يې ۱ ميليون او ۵۰ زرو ته لوړ شي.
نوموړي ويلي، چې روسيه به د خپلو پوځيانو شمېر د زياتېدو په درشل کې د تجهيزاتو عرضه او د تاسيساتو ابادي هم زياته کړي او د سمندري، هوايي او فضايي ځواکونو او د توغنديو ستراتيژيکو ځواکونو جنګي توان به هم پياوړی کړي.
د روسيې د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي سکرتر ډيميتري پيسکوف د روانې مياشتې په ۱۷مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې روسيه د لوېديځو هيوادونو د ناسمو کړنو له امله مجبوره شوې، چې د خپلو پوځيانو شمېر لوړ کړي او خپل ملي امنيت خوندي وساتي.
نوموړي ويلي، چې د روسي پوځيانو د شمېر لوړول د لوېديځو هېوادونو لخوا پيل شوې جګړې سره تړاو لري او زياته کړې يې ده، چې لوېديځو هېوادونو د روسیې پر وړاندې اقتصادي، مالي او قانوني جګړې پېل کړې دي.
د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي د روانې مياشتې په ۱۷مې نېټې د المان له ولسمشر ستېنمېر سره ويډيوي لېدنه کړې او د پوځي مرستو د زياتولو په اړه يې ورسره خبرې کړې دي.