د چين د احصائيې ملي ادارې څو ورځې مخکې د ۲۰۲۲م کال د ملي اقتصاد شمېرې خپرې کړې دي.
بهرنيو خبري رسنيو خبر ورکړی، چې په چين کې د کرونا وبا د کنټرول تګلارې د تعديل په رڼا کې به سږ کال د دغه هېواد اقتصاد چټک پرمختګ ومومي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جنورۍ په ۱۸مې نېټې يوې خبري ناستې ته ويلي، چې هېواد یې په ۲۰۲۲م کال کې د کرونا وبا د خپرېدو او د کمزوري نړيوال اقتصاد له منفي اغېزو سره سره، د وبا د وقايې او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ برخو کې چارې ښې ترتيب کړي، عمومي کنټرول يې پياوړی کړی، د مختلفو ننګونو پر وړاندې يې عمومي اقتصادي حالت ثابت ساتلی او اقتصادي عمومي اندازې او د هر وګړي پر سر د منځنۍ کچې زياتوالی يې رامنځه کړی دی.