راجه پروېز اشرف د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز ستاينه وکړه
CMG2023/01/19 10:31:52
شريکول:

 د پاکستان د پارلمان مشر راجه پروېز اشرف د جنورۍ په ۱۷مې نېټې د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز ستاينه کړې او ويلي يې دي، چې دغه دهلیز پاکستان ته ستر پرمختيايي فرصتونه رسولي او پاکستانيانو ته يې سمسورتيا او د کاري چاپېريال زمېنې برابرې کړې دي.

نوموړي دغه څرګندونې په اسلام اباد کې په پاکستان کې د چيني تصديو ټولنې د ۲۰۲۲م کال د دوامدار پرمختګ راپور د خپرېدو په مراسمو کې کړې دي.

په پاکستان کې د چيني تصديو ټولنې او د پاکستان د پارلمان د دوامدار پرمختګ ځانګړې ډلې د سکرتريت دفتر په ګډه ياد راپور خپور کړی دی.

پروېز اشرف په خپلې وينا کې ويلي، چې د چين او پاکستان اقتصادي دهليز د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ يوه مهمه پروژه ده او د دې دهليز جوړونه د خلکو په خوښه روانه ده او ټولې سیمې ته به يې ګټې ورسيږي.

نوموړي زياته کړې، چې د چين او پاکستان اقتصادي دهلیز د دواړو هېوادونو او تصديو د ګډو کوښښونو په رڼا کې سترې لاسته راوړنې لري، د پاکستان د ملي ابادۍ او سيمه ييزو ارتباطو په برخه کې يې مهم خدمتونه کړي، د پاکستان او چين هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې يې ژورې کړي او د يو کمربند او يوې لارې د لوړ کفيت پرمختګ لپاره يې مهم رول لوبولی دی.