د چين عنعنوي پسرلنی اختر به ډېر ژر پېل شي.
د چين لومړي وزير لي که چيانګ د جنورۍ د ۱۸مې نېټې په ماسپښين د خلکو په لوی تالار کې د بهرنيو کارپوهانو له استازو سره کتلي دي.
لي که چيانګ په چين کې بهرنيو کارپوهانو او د هغوی خپلوانو ته د پسرلني اختر مبارکي ويلې او مننه يې ترې کړې، چې له اوږدې مودې راهیسې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون لپاره چارې ترسره کوي او له عصري بهير يې ملاتړ کوي او د چين او بهرنيو هېوادونو ترمنځ د تبادلې او همکارۍ د پياوړتيا لپاره يې مرستې برابرې کړې دي.
نوموړي هيله ښودلې، چې بهرني کارپوهان خپل غوره والي ولوبوي او د چين د حکومت د کارونو لپاره لا زياتې نظريې برابرې کړي.
د المان، سینګاپور او ځينو هیوادونو کارپوهانو د تولیدي چارو پرمختګ، د چاپېریال ساتنې، د اوبو ساتنې او کارونې، د مستعدو کسانو د روزنې او داسې نورو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه تبادله کړي دي.