د پسرلني اخترونو په وخت کې د شي جين پينګ د پاملرنې وړ ځايونه
CMG2023/01/19 17:46:53
شريکول:

پسرلنی اختر د چينايانو لپاره تر ټولو مهم اختر دی. د روان کال د پسرلني اختر د رارسېدو په درشل کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ د ويډيو له لارې د بنسټيزې برخي کدرونو او خلکو د حال احوال پوښتنه وکړه او له خلکو سره يې د زړه له کومې خبرې وکړې. هغه وويل، زه د ويډيو له لارې زموږ د هېواد په بېلا بېلو ځايونو کې د پسرلني اختر د نمانځنې له شوق او ذوق ډک چاپيريال او د خلکو نيکمرغۍ او خوشلې احساسولی شم. زما زړه له تاسو ټولو او د بېلا بېلو قومونو د خلکو له زړونو سره وصل دی.

شي جين پينګ د هر کال د پسرلني اختر نه مخکې د چين په بېلا بېلو ځايونو کې د خلکو د حال احوال پوښتنه کوي او د هغوی ستونزې او پلانونه يې اوري. په ۲۰۱۲م کال کې شي جين پينګ د چين د رهبر په توګه د خپل ماموريت له پيل راهيسې د پسرلني اخترونو مخکې د هېواد د لويديځ، جنوب او شمال تر ټولو بېوزلو کليو، د پوځونو کمپونو او د ځنګلونو سيمو، چې د هوا تودوخه منفي ۳۰ سانټي ګراد ده، د لږ کيو قومونو کليو ، بازارونو او سوپرمارکيټونو ته تللی او د خيريه بنسټونو له ماشومانو سره يې ليدلی، ځينو خلکو ته يې د پسرلني اختر توکي ورليږلي او ورسره يې د جياو ځه خواړه پخ کړي دي.

د روان کال د پسرلني اختر د رارسېدو په وخت کې شي جين پينګ لومړی ځل له خلکو سره ويډيويې کتنه وکړه. شي جين پينګ له دې لارې زيات ځايونه ليدلي او له زياتو خلکو سره يې مخامخ کتلي.هغه وويل، چې د پسرلني اختر په وخت کې زه د بنسټيزې برخې کدرونو او خلکو ته د زړه له کومې پاملرنه کوم. شي جين پينګ د ويډيو له لارې په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د هۍ لونګ جيانګ، فو جيان، شيجيانګ، هه نان ، شه چوان او بېجینګ په شمول د څو ولايتونو او سيمو او ښارونو د بنسټيزو برخو کدرونو او خلکو سره د نظريو تبادله وکړه او د کرونا وبا د مخنيوي او کنترول لپاره يې د طبي کارکوونکو، د زړو کسانو او د هغوی د پالوونکو، د انرژۍ د ضمانت د اړوندو تصديو د کارکوونکو، د ريل پټلۍ په سټېشنونو کې د کدرونو او کارکوونکو، د کرنيزو توليداتو د خرڅلاو بازار کې د سوداګرو او په کليوالو سيمو کې د بنسټيزو برخو د کدرونو او خلکو د حال احوال پوښتنه وکړه.  

چين تازه د کرونا وبا د وقايي او کنټرول تګلارې تنظيم کړې، نو شي جين پينګ د کرونا وبا د وقايي او کنټرول او د کرونا ناروغانو د درملنې کارونو ته په درنه سترګه ګوري. هغه د ويډيو له لارې د طبي کارکوونکو د حال احوال پوښتنې په وخت کې وويل، چې د کرونا وبا راهيسې طبي کارکوونکو تل د کرونا وبا د وقايي او کنټرول او د ناروغانو د درملنې لپاره هلې ځلې کړې او کوي يې، چې په  اوږد وخت کې يې خپلې دندې تر سره کړې او د خلکو د ژوند او روغتيا تامينولو لپاره يې ستر خدمتونه کړي دي.

د چين د فوجيان ولايت د فو جو ښار زړو کسانو او د هغوی پالونکو په جلا جلا توګه رئيس شي جين پينګ ته سلامونه وړاندې کړل او شي جين پینګ هم هغوی ته د پسرلني اختر په مناسبت مبارکي وويله.

د پسرلني اختر په درشل کې د چينايانو د تګ راتګ لپاره ترافيکي کارکوونکي ډېر مصروف وي. شي جين پينګ د هه نان ولايت په مرکز جنګ جو ښار کې د اورکاډو سټېشن له کارکوونکو او مسافرينو سره د ويډيويي ليدنې په وخت کې له دوی څخه پوښتنه وکړه، چې آيا تاسو د پسرلني اختر نمانځنې لپاره خپلو کورونو ته سفر کوئ ؟  ښه او خوندي سفر ولرئ.

شي جين پينګ د پسرلني اختر په درشل کې د خلکو لپاره د خوراکي توکو د چمتو کولو چارو ته ډېره پاملرنه کوي. هغه د بېجينګ د شين فا دي د کرهنيزو توليداتو بازار له سوداګرانو او مشتريانو سره ويډيويي کتنه وکړه. هغه له دوی څخه د بازار د حالت او د خوراکي توکو د بيې په هکله پوښتنه وکړه.