د چیني مسافرو پر وړاندې د ځينو هېوادونو تبعیضي چلند دوی ته هم ګټور نه دی
CMG2023/01/19 15:09:31
شريکول:

تر دې وروسته چې په چین کې د کرونا وبا ضد نرم تدبیرونه غوره شول، د مسافرینو تګ راتګ نور اسانه شوی او نړیوالې ټولنې د دې هرکلی کړی. د بېلګې په توګه، د ټایلنډ د مرستیال لومړي وزیر په شمول ځینو لوړپوړو چارواکو د بنکاک په هوايي ډګر کې د چیني مسافرو هرکلی وکړ.

خو ځینو هېوادونو له ساینس او واقعیتونو سره سره پر چیني مسافرینو د محدودیت تبعیضي تدبیرونه نیولي او د کرونا وبا ضد په نړیوالې همکارۍ کې يې ستونزې راپورته کړې دي. چین دغو کړنو ته ځوابي تدبیرونه نیولي، د خپلو اتباعو حقه حقونه او د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو ترمنځ د عادي تګ راتګ او همکارۍ اړینه زمینه يې ساتلې ده.

امریکا، جاپان او کوریا جمهوریت د چیني مسافرو پر وړاندې د محدودیت تدبیرونو د نیولو لپاره درې استازي دي. امریکې د جنورۍ له ۵مې نېټې څخه د چیني مسافرو د محدودیت ګامونه پورته کړل. جاپان د جنورۍ له ۸مې نېټې څخه د چیني مسافرو پر وړاندې د کرونا وېروس ضد نوي تدبیرونه نیولي. کوریا جمهوریت اعلان وکړ چې د جنورۍ له ۲مې نېټې څخه تر ۳۱مې نېټې پورې دغه هېواد ته د لنډ سفر په اړه چیني اتباعو ته د ویزې ورکول وځنډوي او له چین څخه کوریا جمهوریت ته د پروازونو شمېر د زیاتېدو پلان يې هم ځنډولی دی.

جاپان او کوریا جمهوریت د چین ګاونډیان دي او نږدې اقتصادي اړیکې لري. نو دوی له چین سره د خلکو تګ راتګ له عادي کېدو سره د مخالفت لامل نه لري. خو دوی په اسیا کې د امریکې نژدې ملګري دي، نو له واشنګټن سره د چیني مسافرو پر وړاندې يې د محدودیت تدبیرونه نیولي. دوی د کرونا وبا ضد د علمي مبارزې او د خپلو خلکو د ساتنې په پلمه دغه تدبیرونه نیولي، خو هېڅ کره او رښتينی بنسټ نه لري.

چین په تېرو درېيو کلونو کې د کرونا وبا د سخت وضعیت له مخې جدي تدبیرونه نیولي او په نتیجه کې يې نه یوازې چین کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر په ډېره ټيټه سویه کې ساتلی، بلکې په ګردې نړۍ کې د دغې وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره يې اغېزمن خدمتونه کړي دي.

چین د جنورۍ له ۸مې نېټې څخه د کرونا وبا ضد تدبیرونه تنظیم کړل او نرم تدبیرونه يې غوره کړي. چین ته د تلونکو کسانو د کرونا ټیسټ باید منفي وي او دغه ټیسټ باید د سفر تر ۴۸ ساعتو مخکې ترسره شي. د چین دغه پالیسي د ټولو مسافرینو پر وړاندې ټاکل شوې او هېڅ تبعیض نه لري.

د تېر کال په ډسمبر کې کله چې چین کې د کرونا وبا ضد تدبیرونه تازه تنظیم شول، پر دغې وبا د اخته کسانو شمېر ډېر زیات شوی، خو عمومي حالت يې تر کنټرول لاندې دی. اوس د چین په ډېرو سیمو کې پر دغې وبا د اخته کېدو لوړه سویه تېره شوې او د خلکو ژوند او کار ګام په ګام عادي شوی دی. نړیوالو طبي کارکوونکو په اشارې سره وویل، چې په چین کې خپور شوی د کرونا وبا بڼه مخکې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې خپره شوې وه.

د جاپان شمېرې ښيي، چې د جنورۍ تر ۱۲مې نېټې په همغه اونۍ کې له چین څخه جاپان ته د تلونکو مسافرينو په منځ کې پر کرونا وبا د اخته کېدو انډول ۳ سلنه و. د کوریا جمهوریت شمېرې ښيي، د جنورۍ په ۹مه نېټه له چین څخه دغه هېواد ته د تلونکو مسافرينو په منځ کې پر کرونا وبا د اخته کېدو انډول۵.۵ سلنې ته راټيټ شو. کوریايي رسنيو دا منلې چې په چین کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر مخ په کمېدو دی.

که جاپان او کوریا جمهوریت د کرونا وبا ضد مبارزې ته جدي پاملرنه کوي، دوی  باید د کرونا وبا XBB.1.5 بڼې ته ډېره پاملرنه وکړي چې اوس په امریکا کې ډېر پراخ خپره شوې ده. د چیني مسافرینو پر وړاندې د محدودیت تدبیرونه یوازې دوی ته زیانونه رسوي.