د ملګرو ملتونو سرمنشي په نړۍ کې د اختلافاتو د حل او د باور د بيا رامنځته کولو غوښتنه کړې
CMG2023/01/19 11:09:22
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريش د جنورۍ په ۱۸مې نېټې د سويس په داوس کې غوښتنه وکړه، چې ټوله نړۍ دې خپلمنځي اختلافات حل کړي، خپلمنځي باورونه دې بيا ورغوي او په ګډې همکارۍ دې د ګڼو ننګونو پر وړاندې مبارزه وکړي.

نوموړي ويلي، چې اوسنۍ نړۍ په ډېرو برخو کې له ستونزو سره مخامخ ده او باید د ستونزو د حل لپاره يې لارې چارې ولټول شي.

اوسمهال د نړۍ ګڼ هېوادونه د ورو اقتصادي پرمختګ، د ژوند لوړ لګښت، د عرضې ځنځیر ګډوډۍ، جيو پوليټيکي شخړو، کرونا وبا او د اقليمي بدلون په شمول له ګڼو ننګونو او ستونزو سره مخامخ دي او د ملګرو ملتونو سرمنشي پر نړۍ غږ کړی، چې يادو ستونزو ته د حل لارې چارې ومومي.