د اوکراين صدراعظم دنيز شميهال د جنورۍ په ۱۸مې نېټې ويلي، چې د دغه هېواد کابينې د پوليسو ادارې مشر ايګور کليمينکو د کورنيو چارو مرستيال وزير په توګه ټاکلی دی او دغه راز نوموړی به د خپلې دندې تر څنګ د کورنيو چارو وزارت د سرپرست په توګه هم دنده ترسره کړي.
دنيز شميهال پر ټولنيزو رسنيو خبر ورکړی، چې د اوکراين کابينې په همدې ورځ بېړنۍ غونډه تر سره کړې او پرېکړه يې کړې، چې د هغې چورلکې د لوېدو پېښې د پلټنې لپاره به يوه کاري ډله جوړه کړي، چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر په ګډون څو کسان پکې ووژل شول.
نوموړي ويلي، چې پلټنه وخت ته اړتيا لري او خلک بايد د رسمي پلټنې له پای ته رسېدو مخکې د دغې پېښې په اړه هيڅ وروستۍ نظريه او شک څرګند نه کړي.
د اوکراين د بېړني حالت ملي ادارې د جنورۍ د ۱۸مې نېټې په ماسپښين خبر ورکړ، چې په همدې ورځ د کيف ښار په ختيځه څېرمه کې د يوې چورلکې د لوېدنې له امله ۱۴ تنه مړه شوي او ۲۵ تنه نور ټپيان شوي دي.
په وژل شويو کې د اوکراين د کورنيو چارو وزیر او د ده د لومړي مرستيال په شمول په چورلکې کې ناست ۹ وګړي وژل شوي دي.