د چين استازی: د بيت المقدس اوسنی حالت بايد وساتل شي
CMG2023/01/19 15:36:53
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د جنورۍ په ۱۸مې نېټې له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې د بيت المقدس اوسنی حالت وساتي او د ټينګې سياسي ارادې او بېړنيو ډيپلوماتيکو کړنو او د امنيت شورا په شمول د نړيوالې ټولنې د ګډو کوښښونو له لارې دې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د حالاتو د لا سختېدو مخه ونيسي.

جانګ جون په همدې ورځ د امنيت شورا د فلسطيني مسئلې يوې ناستې ته ويلي، چې اسرائيلي چارواکي د روانې مياشتې په پيل کې د الاقصی جومات انګړ ته ننوتلي وو، چې له امله يې د سیمې حالات ترينګلي شوي او اندېښنې يې راپورته کړي دي.

امنيت شورا د چين او عربي متحده اماراتو په غوښتنې بېړنۍ غونډه ترسره کړې او بېلا بېلو خواوو پکې بحثونه کړي دي.

جانګ جونګ په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار کړی، چې د امنيت شورا او د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غوښتنو په اساس بايد د بيت المقدس اوسنی حالت وساتل شي او پر دغه مذهبي مقدس ځای د اردن د ادارې حق درناوی باید وشي. نوموړي له اړوندو خواوو غوښتني، چې سړه سينه او زغم وساتي او په تېره بيا پر اسرائيل يې غږ کړی، چې هر ډول تحريک کوونکي عمل پای ته ورسوي.