د چين سوداګرۍ وزارت د جنورۍ په ۱۸مې نېټې يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې په ۲۰۲۲م کال کې د چين لخوا د کارول شويو بهرنيو پانګونو اندازه ۱۱۲۳۲ میليارډو او ۶۸۰ ميليونو يوانو ته رسېدلې، چې د وړم کال په پرتله ۶.۳ سلنه زياتوالی ښيي.
که ياد شمېر په ډالرو وښودل شي، نو ۱۸۹ ميلياډو او ۱۳۰ ميليونو ډالرو ته رسيږي، چې دا د تېر کال په پرتله ۸ سلنه زياتوالی ښيي.
د چین لخوا کارول شويو بهرنيو پانګو د ۲۰۲۲م کال په درشل کې ثابت زیاتوالی موندلی دی.
چين تېر کال د توليدي صنايعو په برخه کې ۳۲۳ ميليارډه او ۷۰۰ میليونه يوانه بهرنۍ پانګونه کارولې چې د وړم کال په پرتله ۴۶.۱ سلنه زياتوالی ښيي او د لوړ تخنيک د صنايعو په برخه کې يې کارول شوې بهرنۍ پانګونه ۲۸.۳ سلنه زياته شوې ده.
په ۲۰۲۲ کال کې په چين کې د کوريا جمهوريت، جرمني او بريتانيا اچول شوې پانګونې تر زياتې اندازې پورې زياتې شوې چې د ۲۰۲۱ کال په پرتله په جلا جلا توګه ۶۴.۲ سلنه، ۵۲.۹ سلنه او ۴۰.۷ سلنه زياتوالی ښيي.