د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسين امير عبداللهيان د جنورۍ په ۱۹مې نېټې د اروپايي پارلمان د بهرنیو چارو او امنیتي تګلارو له لوړپوړي استازي جوسيپ بوريل سره ټليفوني خبرې کړي او د اروپايي پارلمان هغه وړانديز، چې د ايران اسلامي انقلابي ګارډ پکې د تروريستي ډلې په توګه ګڼل شوی، سخته نيوکه کړې ده.
نوموړي د اروپايي پارلمان دغه کړنه نامناسبه او غلطه بللې ده.
عبداللهیان ویلي، د ایران اسلامي انقلابي ګارډ يوه رسمي خپلواکه اداره ده، چې د دغه هېواد په ملي امنیت او نورو برخو کې مهم رول لوبوي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت پر خپلې ویبپاڼې د بوریل په قول ويلي، چې د اروپايي پارلمان ياده پرېکړه قانوني باور او اعتماد نه لري.
(ژباړه: شکريه)