د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د جنورۍ په اتلسمې نېټې د چين د سوی نوي کرنيز کال په مناسبويډيويي وينا کړې او په ټوله نړۍ کې مېشتو چينايانو ته يې د اختر مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کړې دي.
ګوټریش د وینا په پېل کې ټولو چينايانو ته په چیني ژبې د چین د پسرلني اختر مبارکي ويلې ده.
نوموړي سوی د خوځنده ځواک او هوښیارتیا سمبول بللی او همدا دوه ټکي يې د انسانانو پر وړاندې د پرتو ستونزود حل او ازموینو کې د بري ځانګړتياوې هم يادې کړې دي.
ګوټریش له چين څخه مننه کړې، چې له ملګرو ملتونو سره يې غښتلې همکاریزې اړیکې ساتلي او د نړيوالو همکاريو ټينګ ملاتړ کوي.